د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي يا يوناما په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو مخ د ښوونځيو بندولو دوام، د ټولو اصولو خلاف تبعيض بللی دی.
په کابل کې د يوناما مرستيالې مته نوډسن پرون چهارشنبه ناوخته د (وري په ۱۶مه) د اروپا نړيوالو چارو انسټېټيوټ غونډې ته چې په انلاين ډول ترسره شوې وويل، چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځيو بندولو په اړه د طالبانو له تبعيض ډکه دغه پرېکړه به د افغانستان پر نورو راتلونکو نسلونو هم اغېز وکړي.
نوموړې چې د يادو ښوونځيو د بندولو په ترڅ کې د منفي پايلو په تړاو يې دې غونډې ته خبرې کولې زياته کړه، چې د نجونو ښوونځيو پر بندولو سربېره طالبانو د خپلې حکومتولۍ چارې لا هم نه دي څرګندې کړي.
نوډسن دې ته په اشارې سره ويلي، چې د حکومتولۍ لويې پرېکړې د طالبانو په سرپرسته کابينه کې نه، بلکې يوه بل ځای کې نيول کېږي.
له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو ښوونځيو له بندېدو ۲۰۳ ورځې تېرېږي؛ خو اسلامي امارت د ژمې خلاف ياد ښوونځي لا هم نه دي پرانيستي.
د سرپرست حکومت دا پرېکړه په کور دننه او بهر د خلکو او مسوولانو له لوري له توندو نيوکو او غبرګونونو سره مخ ده. په دې وروستيو کې د هېواد ګڼ شمېر ديني عالمان هم پر حکومت غږ کړی چې د نجونو پرمخ دې ښوونځي ژر پرانېزي.