د ملګرو متلونو عمومي منشي انتونيو ګوټيريش يو وار بيا په افغانستان کې د نجونو پر ثانوي زدهکړو د بنديز په اړه ژوره خواشيني ښودلې او ويلي يې دي، چې دا کار په اوږد مهال کې د افغانستان لپاره ناسم پايلې لرلی شي.
نوموړي نن شنبه د (وري په ۱۳مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، چې په افغانستان کې لا هم د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي پاتې دي او دې ته په اشارې سره يې زياته کړې چې د عادلانه او برابرو حقونو نقض افغانستان له ناسمو پايلو سره مخ کولی شي.
له دې وړاندې د بښنې نړيوال سازمان ادعا کړې وه چې طالبانو د شرعيت په چوکاټ کې د نجونو زدهکړو او تحصيل ته زمينه نه ده برابره کړې او په خبره يې هر د دې بهير د ځنډولو لپاره نوې پلمې کوي.
دې سازمان له سرپرست حکومت غوښتي، چې ژر تر ژره د انجونو پر مخ تړلي ښوونځي بيا پرانېزي.
دا مهال په افغانستان کې د لومړنۍ دورې زدهکړو لپاره وړې نجونې ښوونځيو ته تلای شي او له شپږم ټولګي د پورته ټولګيو ښځينه زدهکوونکو پر مخ ښوونځي تړل شوي دي.