Home » افغانستان » د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير د لنډ وخت لپاره له زندان خوشی شو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير د لنډ وخت لپاره له زندان خوشی شو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی او د پاکستان په پارلمان کې د جنوبي وزيرستان د خلکو استازی علي وزير نن پنج‌شنبه د (وري په ۱۱مه) د لنډ وخت لپاره له زندان ازاد شوی دی.

نوموړی د سيند ايالتي حکومت له لوري په ضمانت د دې لپاره خوشی شوی، څو د پارلمان په هغه غونډه کې ګډون وکړي چې لومړي وزير عمران خان ته د باور او يا هم د نه باور رايه په کې ورکول کېږي.

له دې وړاندې د پاکستان په پارلمان کې مخالفو سياسي ګوندونو د پارلمان رئيس اسد قيصر ته وړانديز کړی و، چې له زندان څخه د علي وزير د خلاصون په موخه امر وکړي؛ خو نوموړي دا کار ونه کړ.

اوس د سيند حکومت د يوه ضمانت په مقابل کې علي وزير له زندان خوشی کړی او ټاکل شوې چې د عمران خان په اړه په پارلمان کې له جنجالي بحث وروسته به نوموړی بېره سېده زندان ته ځي.

تېره مياشت د پښتون ژغورنې غورځنګ په سيند کې ايالتي پارلمان (اسمبلۍ) مخې ته د ۲۶ ورځو لپاره پرلت وکړ او د ياد پرلت په پايله کې د سيند حکومت د علي وزير د خلاصون په شمول، د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼې غوښتنې د يوه ليکلي سند پر بنسټ ومنلې.

د ژمنو له منل کېدو سره سره تر اوسه هم له زندان څخه د علي وزير د خلاصون په اړه روښانه پرېکړه نه ده شوې.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...