Home » افغانستان » سور صليب: جګړې په افغانستان کې پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی اغيزمن کړی

سور صليب: جګړې په افغانستان کې پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی اغيزمن کړی

د سره صليب نړيواله کمېټه وايي، په افغانستان کې له لسيزو راهيسي د جګړې دوام د دې سبب شوی چې خلک په کافي اندازه پاکو اوبو ته لاسرسی ونه لري.

يادې کميټې تازه نن سې‌شنبه د (وري په ۲مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، چې د جګړې له امله پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي اغيزمنېدو ترڅنګ، دې چارې په افغانستان کې د اوبو مديريت هم ستونزمن کړی دی.

سره صليب په نړيواله کچه د رامنځته شوو اقليمي بدلونونو په اړه هم اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې ياد بدلون پاکو اوبو ته په افغانستان کې د خلکو لاسرسي مخنيوی نور هم پيچلی کوي او په باور يې، په دې ترڅ کې ښايي ميليونه نور افغانان هم پاکو اوبو ته د لاسرسي له پلوه اغيزمن شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...