Home » افغانستان » اسيا پراختيايي بانک د ټاپي پروژې تمويل وځنډوه

اسيا پراختيايي بانک د ټاپي پروژې تمويل وځنډوه

د اسيا پراختيايي بانک اعلان کړی چې په افغانستان کې د وروستيو سياسي بدلونونو له امله د ټاپي پروژې تمويل ځنډولی دی.

دې بانک ويلي، تر هغې چې د افغانستان نوی حکومت د نړيوالې ټولنې له لوري په رسميت نه وي پېژندل شوی، د ټاپي د ګازو نل‌ليکې پروژې د تمويل په برخه کې همکاري نه شي کولی.

د اسيا پراختيايي بانک يا (ADB) ويلي، د ترکمستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د نل‌ليکې پروژه چې ټول لګښت يې ۱۰ مېليارده ډالر دی، نه شي کولی چې په افغانستان کې د اړوندو سياسي ملحوزاتو پر بنسټ تمويل کړي.

دا اعلان داسې مهال کېږي چې موده وړاندې د هرات اوسېدونکو له حکومت وغوښتل، څو خلکو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه د ټاپي د ګازو د نل‌ليکې پروژې د بشپړاو چارې پيل کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...