د سره صليب نړيواله کميټه وايي، لا هم د افغانستان عامه خدمتونو وړاندې کولو بنسټونه عامو افغانانو ته د بنسټيزو خدمتونو د وړاندې کولو جوګه نه دي شوي او اړتيا ده چې له دې هېواد سره له مرستو درېغ ونه شي.
د سره صليب نړيوالې کميټې پرون جمعه د (کب په ۶مه) افغانستان ته د يادې کميټې د عمومي رئيس رابرټ مارديني ۵ ورځني سفر په اړه راپور خپور کړی او په کې يې ويلي دي، د نوموړي د ارزونو له مخې اوس هم افغان وګړي د نړيوالو مرستندويانو جدي مرستو ته اړتيا لري.
په راپور کې د مارديني له قوله ويل شوي، له افغانستان سره د نړيوالو بشري مرستو بندېدو په دې هېواد کې بشري وضعيت نور هم کړکېچن کړی او خبرداری يې ورکړی، که افغانستان ته د بشري مرستو په رسولو کې جديت ونه شي، نو په دې هېواد کې د وضعيت د لا خرابوالي اټکل شته.
نوموړي ټينګار کړی چې د افغانستان د خلکو ژوند بايد له سياسي لوبو قرباني نه شي او ژر دې نړيواله ټولنه له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
رابرت مارديني زياته کړې، په اوس کې تر ټولو اړينه دا ده چې نړيوال په افغانستان کې د خلکو ژوند ژغورنې ته په لومړيتوبونو کې ځای ورکړي او زياتوي چې له همدې کبله بايد مرستندوی هېوادونه او بنسټونه، له افغانستان سره د مرستو په کولو کې د وخت له ضايع کېدو مخنيوی وکړي.