د رئيسالوزرا سياسي مرستيا مولوي عبدالکبير وايي، پرون سېشنبه ناوخته د (کب په ۳مه) له ۱۹ کلنو کم عمره د فوټسال له ملي لوبډلې او د يادې لوبډلې له روزونکو سره ليدلي دي.
په دې ليدنه کې د فوټبال فدراسیون تخنیکي ډایرکټر طاهر روفي د فوټسال ملي ټیم د راتلونکو سیالیو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ، لوبغاړو ته د حکومت له لوري د لا ډېرو اسانتیاو برابرولو او پاملرنې غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې له ۱۹ کلنو کم عمره د فوټسال ملي لوبډلې لوبډل مشر محمد داوود مرتضوي هم ټينګار وکړ، چې د حکومت مشرتابه له لوري د لوبغاړو دوامدار ملاتړ، پاملرنه او هڅونه په نړیوالو ډګرونو او سیالیو کې د دوی مورال خورا لوړولی شي.
د رئيسالوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر بيا ډاډ ورکړی چې حکومت په ټولو ورزشي برخو کې د لوبغاړو ته د پاملرنې او هر راز ملاتړ ته ژمن دی.
نوموړي زياته کړه چې لوبغاړي د ورزش له لارې نړۍ کې د افغانستان هويت ثابت کړی او له دې لارې يې هېواد ته وياړ او لاسته راوړنې لرلي دي.
د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره فوټسال ملي لوبډلې تېره اوونۍ د منځنۍ اسيا د فوټسال جام په لوبو کې، د منځنۍ اسيا نايب قهرمانۍ مقام ترلاسه کړ.