Home » افغانستان » برادر: افغانستان د تهديد پر ځای له ګاونډيو هېوادونو سره د برابرې پراختيا لار اختيار کړې

برادر: افغانستان د تهديد پر ځای له ګاونډيو هېوادونو سره د برابرې پراختيا لار اختيار کړې

د رئيس‌الوزرا لومړی مرستيال عبدالغني برادر وايي، په افغانستان کې د بل هر وخت په پرتله امنیت تامین او له خاورې یې هېڅ هېواد ته ګواښ متوجه نه دی.

نوموړي دا څرګندونې پرون سې‌شنبه ناوخته د (کب په ۳مه) په ارګ کې د ازبېکستان لومړي وزير له مرستيال سردار عمر زاکوف سره په ليدنه کې کړي دي. برادر زياته کړې، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متوازن انکشاف تګلاره تعقیب کړې او په خبره يې افغانستان له ټولو هېوادونو او په ځانګړي ډول له ګاونډیانو سره په بېلابېلو برخو کې د مناسباتو او همکاریو پراختیا غواړي.

د ملا برادر له دفتر څخه په دې اړه خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي، چې په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مناسباتو او همکاریو د پراختیا ترڅنګ، د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د مهمو اقتصادي، ترانسپورټي او ترانزیټي پروژو د تطبیق د څرنګوالي په اړه هم بحث شوی.

ملا برادر ډاډ ورکړی چې افغانستان له ازبیکستان سره د اقتصادي مناسباتو لا پراختيا ته چمتوو دی او په خبره يې په دې همدې اساس دې په راتلونکي پسرلي کې د (تاشکند- مزار-کابل- تورخم او پېښور) اورګاډي پټلۍ او د سرخان-پلخمري ۵۰۰ کيلو واټه برېښنا پروژو د پيل چارې هم پيل شي.

 په همدې حال کې د ازبېکستان لومړي وزیر مرستیال سردار عمر زاکوف هم ډاډ ورکړ چې افغانستان د منځنۍ اسیا عمده او مهم جز دی په خبره يې باید د سیمه‌ییزې اقتصادې پراختیا برخه وګرځي. نوموړي زياته کړه چې هېواد يې له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ته ژمن دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...