Home » افغانستان » ننګرهار په دولتي ادارو کې په عادي ډول ماموريت پيل شو
رویداد خبري آژانس

ننګرهار په دولتي ادارو کې په عادي ډول ماموريت پيل شو

‏ ننګرهار په دولتي ادارو کې په عادي ډول ماموريت پيل شو.

د ننګرهار ولایتي ادارې په خپره کړې خبرپانه کې ويلي په هېواد کې د کرونا ويروس د پېښو کمېدو وروسته د مرکزي ادارې د پرېکړې سره سم د ننګرهار ولايت په دولتي ادارو کې چارې په عادې ډول بيرته پيل شوې.

د پرېکړې له مخې، په مرکز او ولایتونو کې د ملکي خدمتونو ټول کارکوونکي به د تېر په څېر د سهار له اتو څخه د مازديګر تر څلور بجو پورې په دندو کې شتون لري.

همدا راز د پنجشنبې په ورځ به د سهار له اتو څخه د ماسپښين تر يوې بجې پورې مامورين دنده تر سره کوي.وروسته له دې ادارې مکلفې دي، چې کار کوونکو ته پاک کاري چاپېريال او وقايوي سهولتونه رامنځته کړي.

55

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...