Home » افغانستان » چين د افغانستان شمتنۍ په اړه د بايډن پرېکړه د يادې شتمنۍ د غارت په مانا بللې

چين د افغانستان شمتنۍ په اړه د بايډن پرېکړه د يادې شتمنۍ د غارت په مانا بللې

چين د امريکا ولسمشر جوبايډن پر هغې پرېکړې نيوکې کړې او غبرګون يې پرې ښودلی چې د يوه اجرائيوي حکم په ترڅ کې يې د افغاناستان کنګل کړې شتمنۍ په اړه کړې ده.

د چين بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چونينګ په خپل ټوېټر کې په دې اړه ويلي، د سپټمبر ۱۱مې قربانيانو په ګټه د افغانستان شتمنۍ کارول، په ښکاره توګه د افغانانو يادې شتمنۍ غارت کولو په مانا دي.

نوموړې زياته کړې چې د امريکا د نړۍ يوه شتمن هېواد په توګه، د افغانستان په څېر د بې‌وزله هېواد شتمني غارت کوي. د هوا چونينګ په خبره، د افغانستان شتمي د دغه هېواد پر خلکو پورې تړاو لري او کنټرول يې هم بايد د همدوی په لاس کې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا ولسمشر جوبايډن د يوه اجرائيوي حکم له مخې، د افغانستان ۷ مېليارد ډالر ګنکل پانګې د ازادولو لارښوونه کړې. د ياد حکم له مخې، د يادو ۷ مېليارد ډالرو نېمايې هغه په امريکا د سپټمبر ۱۱مې پېښې د قربيانونو کورنيو ته د غرامت په توګه ځانګړي کړي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...