Home » افغانستان » “کابل کې نيول شوې ښځينه فعالانې له زندان ازادې شوي”

“کابل کې نيول شوې ښځينه فعالانې له زندان ازادې شوي”

له ځنډ وروسته هغه ښځينه فعالانې چې موده وړاندې په کابل کې بې‌درکه شوې وې، بېرته له زندان ازادې شوي او خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي.

که څه هم اسلامي امارت چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي؛ خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما پرون ماښام د (سلواغې په ۲۴مه) تائيد کړه چې يادې فعالانې خوشې شوي دي.

يوناما د پروانې ابراهيم‌خېل چې څو ورځې وړاندې خوشې شوې، تمنا زريابي پرياني، زهرا محمدي او مرسل عيار له خوشې کېدو هرکلی کړی او زياته کړې يې ده چې ملګري ملتونه په افغانستان کې له بشری حقونو برابر ملاتړ کوي.

د يادو ښځينه فعالانو کورنيو هم له رسنيو په خبرو کې له زندان څخه د دوی بېرته ازادېدل تائيد کړي؛ خو وايي چې لا هم تر فشار لاندې دي او د نيول کېدو قضيې په اړه له خپلو کورنيو سره مالومات نه شريک کوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...