د روسيې دفاع وزير سرګي شويګو له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته، له يادو ځواکونو پاتې شوو وسلو او مهماتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي دا اندېښنه د تېرې جمعې په ورځ د برېتانيا له دفاع وزير بن والاس سره د ليدنې پرمهال مطرح کړې ده. شويګو ويلي، دا مهال په افغانستان کې د داعش ډله د يوه خطر په توګه مطرح ده او په خبره يې دا احتمال شته په افغانستان کې د امريکا او ناټو ترڅنګ د افغان ځواکونو پاتې شوې وسلې او مهمات يې لاس ته پرېوځي.
نوموړي ويلي چې پاتې شوو مهماتو کې د ټانک ضد راکېټونه او دغه راز د هوايي دفاع اړوند وسايل شامل دي. شويګو دغه راز زياته کړې، په داسې حال کې چې د داعش د راپورته کېدو اوازې تر غوږو کېږي، نو په افغانستان کې له بهرنيو ځواکونو پاتې شوې يادې وسلې د سيمې لپاره ګواښ دی.
اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي؛ خو له دې وړاندې يې ويلي چې د افغانستان تېر نظام ټول نظامي مهمات د دوی له لوري خوندي دي او د نوې اردو په تجهيزولو کې به ترې ګټه پورته کړي.