Home » افغانستان » “د پاکستان استخباراتي شبکې مشر په ترکيه کې د مقاومت له مشرانو سره ليدلي”

“د پاکستان استخباراتي شبکې مشر په ترکيه کې د مقاومت له مشرانو سره ليدلي”

انډيپېنډينټ ورځپاڼې د يوې باوري سرچينې په حواله راپور ورکړی، چې د پاکستان د استخباراتي شبکې ISI مشر جنرال نديم انجم په ترکيه کې د مقاومت له مشرانو سره ليدلي دي.

سرچينې زياته کړې، چې دغه ليدنه د تېرې جمعې په ورځ د (سلواغې په ۲۲مه) په انقرې کې ترسره شوې ده. د سرچينې د مالوماتو له مخې، په دې ليدنه کې عبدالرشيد دوستم، عطاء محمد نور او محمد محقق د مقاومت په استازولۍ د ګډ دريځ له مخې په افغانستان کې د طالبانو د واک دوام په صورت کې پر بشري وضعيت اندېښنه ښودلې.

خو په راپور کې ويل شوي، دا چې جنرال نديم انجم له يادو کسانو سره کوم مسايل مطرح کړي، سرچينې يې په اړه مالومات نه دي ور کړي.

همدې سرچينې بيا انډيپېنډينټ دا هم ويلي، چې نديم انجم له عبدالرشيد دوستم، عطاءمحمد نور، محمد محقق او احمد مسعود سره څو ورځې وړاندې د سيمې په يوه بل هېواد کې هم ليدنه کړې؛ خو په ياده ليدنه کې د بحث شوو مسايلو په اړه يې مالومات نه دي ورکړي.

د پاکستان د استخباراتو مشر داسې مهال د مقاومت جبهې له مشرانو سره ګوري، چې افغانان په راتلونکي پسرلي کې د وضعيت لپاره د هيلو او ناهيلۍ په دوه لاري کې موقعيت لري.

له دې وړاندې د مقاومت جبهې اړوند داسې راپورونه ورکړل شوي، چې ياده جبهه په پسرلي کې د جګړې پيلولو لپاره پر چمتووالي بوخته ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...