Home » افغانستان » د انجنير محمد خان زوی او ساتونکی د تېرې شپې په ډزو کې وژل شوي

د انجنير محمد خان زوی او ساتونکی د تېرې شپې په ډزو کې وژل شوي

بېګاه شپه کابل کې د (سلواغې په ۲۲مه) د پخواني اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان کور کې ډزې شوي او ګمان کېده چې د نوموړي پر کور وسله‌وال بريد شوی.

خو د کابل امنيه قومنداني وايي، د نوموړي پر کور کوم چا وسله‌وال بريد نه دی کړی او په خبره يې ډزې په کور کې دننه د خپل منځي اختلاف له امله شوي دي.

د امنيه قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ رويداد ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د يادو ډزو په ترڅ کې د انجنير محمد خان يو زوی او يو ساتونکی وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې د پېښې په اړه زيات جزيات نه دي ورکړل؛ خو ويل شوي دي چې د څېړنو لپاره امنيتي ځواکونه په سيمه کې دي او د جزياتو له ترلاسه کېدو سره به يې له رسنيو سره شريک کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...