په اېټاليې د هند سفارت اعلان کړی چې د خوړو له نړيوال سازمان سره يې په افغانستان کې پر اړمنو خلکو د غنمو د وېش په موخه هوکړه لاسليک کړې ده.
دې سفارت د يوې د خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د يادې هوکړې له مخې به د خوړو نړيوال سازمان په افغانستان کې اړمنو افغانانو ته د هند له لوري مرسته شوي خوراکي توکي، چې غنم هم په کې شامل دي ويشي.
د هوکړې د لاسليک پرمهال د خوړو نړيوال سازمان يو وار بيا خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې خلک د خوراکي توکو له شديد کمښت سره مخ دي.
په همدې حال کې د هند چارواکو ويلي، چې له افغانستان سره به يې پر روغتيايي برخو کې پر مرستو سربېره د خوراکي توکو مرستې هم دوام وکړي.
دغه هوکړه داسې مهال لاسليک کېږي چې څو ورځې وړاندې د هند له لوري د مرستو په څلورمه جوپه کې د ياد هېواد له لوري د دوا مرسته شوې جوپه کابل ته را ورسېده.