Home » افغانستان » کرکټ ملي لوبډله له بنګلدېش لوبډلې سره د سياليو په موخه ياد هېواد ته روانه شوه

کرکټ ملي لوبډله له بنګلدېش لوبډلې سره د سياليو په موخه ياد هېواد ته روانه شوه

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې د کرکټ ملي لوبډله نن شنبه د (سلواغې په ۲۳مه) د بنګلدېش له لوبډلې سره د سياليو ترسره کولو په موخه دې هېواد ته روان شوه.

د کرکټ بورډ د مسوولانو په خبره، ملي لوبډلې له بنګلدېش لوبډلې سره د لوبو کولو په موخه بشپړ چمتووالی نيولی او زياتوي چې له ياد سفر وړاندې يې په قطر کې پر تمريناتي کمپونو سربېره، د نيدرلېنډ له لوبډلې سره د يو ورځنيو لوب‌لړۍ هم ترسره کړې ده.

ټاکل شوې چې د افغانستان او بنګلدېش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېيو يو ورځنيو او دوو شل اووريزو لوب‌لړۍ د روانې فبروري په ۲۳مه پيل او د راتلونکي مارچ تر ۵مې به دوام وکړي.

له دې وړاندې افغان لوبډلې له نيدرلېنډ لوبډلې څخه څلور يو ورځنۍ سيالۍ چې په يوه لوب‌لړۍ کې شاملې وې، ګټلي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...