د امريکا ولسمشر جوبايډن نن شنبه د (سلواغې په ۲۳مه) د افغانسان بانک د کنګل کړې شتمنۍ څخه، افغانانو ته د ۳.۵ مېليارده ډالرو د ځانګړي کولو اجرائيوي حکم لاسليک کړ.
د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، دغه اجرائيوي حکم د افغانانو د ګټې په موخه صادر شوی دی. نوموړي ډاډ ورکړی چې امريکا د ملاتړ په موخه د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه ده.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي توماس وسټ ويلي، په افغانستان د بحران لپاره يوه نړيوال ځواب ته اړتيا ده.
نوموړي زياته کړې چې د ولسمشر بايډن له لوري لاسليک شوی تازه اجرائيوي حکم، د افغانانو له اړتياوو څخه د ملاتړ په موخه د افغانستان د شتمنۍ ساتنې په برخه کې د امريکا مالومې ونډې اخيستو د هڅې يوه برخه ده.
اسوشيېټيډ پرېس خبري اژانس د پروني راپور له مخې، ولسمشر بايډ په پام کې لري چې د افغانسان نږدې لس مېليارد ډالر شتمنۍ له ډلې ۷ مېليارده هغه يې ازاد کړي. د راپور له مخې، د يادو ازادو شوو پيسو نيمايي به يې د نړيوالو بنسټونو له لوري په افغانستان کې پر بشري وضعيت ولګېږي او پاتې نيمايي برخه به يې په امريکا کې د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانيانو کورنيو ته د غرامت په توګه ورکړل شي.