Home » افغانستان » عمران خان: طالبان پيسو ته د نه لاسرسي له امله خلکو ته خدمتونه نه شي وړاندې کولی

عمران خان: طالبان پيسو ته د نه لاسرسي له امله خلکو ته خدمتونه نه شي وړاندې کولی

د پاکستان لومړی وزیرعمران خان وايي، د امريکا له لوري د افغانستان بانک نږدې ۱۰ مېليارد ډالر شتمنۍ کنګل کېدو د افغانستان پر اقتصادي وضعيت خورا ناوړه اغېزه کړې ده.

نوموړي د چين له CGTN ټلوېزيون سره په تازه مرکه کې ويلي، د يادې شتمنۍ کنګل کولو، پيسو ته د طالبانو لاسرسی محدود کړی او د لاسرسي دا محدوديت د دې سبب شوی چې طالبان په کافي او سمه توګه خلکو ته خدمتونه نه شي وړاندې کولی.

عمران خان په افغانستان کې د اسلامي امارت واک ته رسېدل او اوسنی امنيت د سولې لپاره ښه فرصت بللی او زياته کړې يې ده چې له دې فرصت وړاندې افغانانو د ۴۰ کلونو لپاره له جګړې پرته بل څه نه دي ليدلي.

نوموړي زياته کړې چې بېجينګ او اسلام‌اباد د افغانستان په اړه ګډ دريځ لري او د همدې دريځ پر بنسټ د افغانستان کنګل کړې شتمنۍ د بېرته ازادولو غوښتونکي دي.

عمران خان دغه راز د مرکې په دوام کې ويلي، افغانستان په تېر کې پر بهرنيو مرستو تکيه و او د يادو مرستو له بندېدو سره په کې وضعيت خورا بحراني شوی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...