کندهار کې د سولې غوښتنې په نوم د بایسکل ځغلونې سیالي وشوه.د بایسکل ځغلونې دغه سیالي، د کندهار د بدني روزنې امریت او پیوند مدني ټولنې په نوښت جوړه شوې وه
.سیالۍ کې بایسکل ځغلوونکو د سپین بولدک ولسوالۍ پر سړک له تور کوتل څخه تر تخته پل ولسوالۍ پورې ۶۰ کیلومتر مزل وکړ.
د یادې سیالۍ ترتيبوونکو د جګړې پر ښکېلو خواوو د سولې غږ وکړ او په دې برخه کې يې د هر ډول خنډونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.