د پاکستان اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې د دغه هېواد يوې باوري حکومتي سرچينې په حواله خبر ورکړی، چې ټاکل شوې د پاکستان ملي امنيت سلاکار په مشرۍ پلاوی د سېشنبې په ورځ کابل ته لاړ شي.
ورځپاڼې د سرچينې له قوله ويلي، د ياد دوه ورځني رسمي سفر موخه دا ده څو پاکستان په افغانستان کې د خلکو اړتياوې و ارزوي.
په راپور کې زياته شوې، چې د اجنډا له مخې به معيد يوسف د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري او له افغانانو څخه د ملاتړ په اړه به د لومړي وزير عمران خان پيغام ورته وړاندې کړي.
د طالبانو له لوري د واک له نيولو وروسته، دا د پاکستان لوړپوړو چارواکو درېيم سفر دی چې کابل ته يې کوي.