Home » افغانستان » امريکا: د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان غونډه ښه او پر وخت اقدام دی

امريکا: د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان غونډه ښه او پر وخت اقدام دی

امريکايي چارواکي وايي، په افغانستان کې موجوده بشري وضعيت ته په پام سره په اسلام‌اباد کې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو غونډه ښه او پر وخت اقدام دی.

دا څرګندونې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس وسټ په خپل ټوېټر کې کړې دي. نوموړي ويلي چې په ياده غونډه کې د ګډون په موخه اسلام‌اباد ته رسېدلی دی.

توماس وسټ زياته کړې، له اجنډا سره سم ټاکل شوې چې د اسلامي همکاريو سازمان په نوموړې غونډه کې د افغانستان پر بشري وضعيت خبرې وشي او په خبره يې دا يو ښه نوښت دی.

د اسلامي همکاريو سازمان غونډه ټاکل شوې نن په اسلام‌اباد کې ترسره شي. په ياده ناسته کې د افغانستان په استازولۍ د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي هم اسلام‌اباد ته رسېدلی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...