Home » افغانستان » بدخشان کې د طالبانو يو مهم قومندان د خپل ساتونکي له لوري وژل شوی

بدخشان کې د طالبانو يو مهم قومندان د خپل ساتونکي له لوري وژل شوی

انډيپنډېنټ ورځپاڼې خبر ورکړی چې په بدخشان کې د اسلامي امارت يو تن مهم قومندان د خپل يوه ساتونکي له لوري د چهارشنبې په ورځ د (لېندۍ په ۱۷مه) وژل شوی دی.

يادې ورځپاڼې د سرچينو په حواله د وژل شوي قومندان نوم نجم‌الدين فايض ياد کړی او ويلي يې دي چې نوموړی پرون سهار جومات ته د لمانځه لپاره له تګ وروسته، د قمرالدين په نوم د خپل يوه ساتونکي له لوري په ډزو وېشتل شوی دی.

نجم‌الدين د جګړې پرمهال د بدخشان يفتل پايان ولسوالۍ د نيولو عمليات قومنده کول او له همدې کبله په اسلامي امارت کې د يفتل د فاتح په نوم هم مشهور و.

نوموړي په وروستيو کلونو کې د سختې جګړې پرمهال په شمال کې د اسلامي امارت يو له مهمو قومندانانو و چې په وروستيو کې د بدخشان د کانونو ساتنې مسووليت ورسپارل شوی و.

د اينډيپنډېنټ ورځپاڼې د راپور له مخې دا لومړی ځل دی چې د اسلامي امارت يو مهم او جګپوړی قومندان د خپل ساتونکي له لوري په نښه او وژل کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...