Home » افغانستان » ملګرو ملتونو غلام اسحاقزی يو وار بيا په دې سازمان کې د افغانستان استازي په توګه تائيد کړ

ملګرو ملتونو غلام اسحاقزی يو وار بيا په دې سازمان کې د افغانستان استازي په توګه تائيد کړ

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د افغانستان تېر حکومت له لوري ياد سازمان ته د استازي په توګه ټاکل شوی غلام اسحاقزی يو وار بيا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په توګه تائيد کړ.

د ملګرو ملتونو د باور اسناد ورکولو کمېټې پرېکړه کړې وه چې طالبانو ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ څوکي نه ورکوي او د دغه هېواد د تېر حکومت له لوري ټاکل شوی استازی به خپلې دندې ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ هم د باور اسناد ورکولو ياده پرېکړه تائيد کړه چې له  مخې به يې غلام اسحاقزی په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په توګه کار ته دوام ورکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ هم د ټوېټر پيغام له لارې د ملګرو ملتونو يادې پرېکړې پخلی کړی او ويلي يې دي، چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۷۶يمې دورې لپاره د افغانستان اسلامي جمهوريت استازی غلام اسحاقزي ته د باور ورکړل شوی ليک تائيد کړی دی.

طالبانو په دې سازمان کې د افغانستان استازي په توګه سهېل شاهين نومولی و، خو ملګرو ملتونو د نوموړي پر ځای د تېر حکومت له لوري ټاکل شوي استازي ته باور ورکړ.

د افغانستان ترڅنګ ملګرو ملتونو د ميانمار او وينزويلا پخواني استازي هم په ياد سازمان کې د نوموړو هېوادونو د استازو په توګه تائيد کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...