سي اېن اېن ټلوېزيون په افغانستان کې د لوږې په اړه په خپل يوه تازه راپور کې د خوړو نړيوال سازمان يا WFP د رئيس په حواله ويلي، په افغانستان کې لوږه پر يوې فاجعې د بدلېدو په حال کې ده.
د خوړو نړيوال سازمان رئيس ډيوېډ بيزلي چې تازه له کابل څخه امريکا ته ستون شوی ويلي، افغانستان ته د سفر په ترڅ کې يې وموندل چې د کندهار او يو شمېر نورو ولايتونو روغتونو ته پر خوار ځواکۍ اخته ماشومان له درملنې وروسته بيا بيا ور وړل کېږي.
نوموړي زياته کړې چې ياد ماشومان په روغتون له درملنې وروسته کورونو ته رخصتېږي، خو په خبره يې په کورونو کې يې د کافي او وړ خوړو نشتوالي له امله بيا پر خوارځواکۍ اخته کېږي او روغتون کې بستري کېږي.
بيزلي زياته کړې چې له دې وضعيت په افغانستان کې ژوره لوږه درک کېدای شي او اړتيا ده چې نړۍ ياد ضعيت ته متوجه او ژر تر ژره يې پر وړاندې اقدام وکړي.
د CNN د راپور له مخې ډيوېډ بيزلي ويلي، دا مهال د افغانستان ۲۳ ميليونه وګړي کافي خواړه نه لري او په خبره يې ۸.۷ ميليونه هغه بيا له سختې قحطۍ سره مخ دي چې د بيزلي په خبره د يادۍ قحطۍ له امله حتا د ماشومانو د مړينې پيښې هم ثبت شوې دي.
ډيوېډ بيزلي د خپلو اړتيا د سنجش پر بنسټ زياته کړې، چې په افغانستان کې ۲۳ ميليونه وګړو ته د خوراکي توکو د مرستو رسولو په موخه په مياشتنۍ توګه ۲۳۰ ميليون ډالرو ته اړتيا لري.
نوموړي په افغانستان کې موجوده بشري وضعيت ته په پام سره ويلي، که د مرستو رسولو په برخه کې جديت ونه شي نو د روان ۲۰۲۱ زېږديز په وروستيو او دغه راز د راتلونکي ۲۰۲۲ په لومړيو کې ښايي افغانستان د لوږې له امله له بشري فاجعې سره مخ شي.
نوموړي داسې مهال دا څرګندونې کړې چې له دې وړاندې يو شمېر نورو نړيوالو بنستونو په افغانستان کې د لوږې له امله د خلکو پر وضعيت اندېښنه څرګنده کړې او له افغانانو سره يې د مرستې کولو غږ کړی دی.