Home » افغانستان » شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ خلک په زور له خپلو کورونو ايستلي

شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ خلک په زور له خپلو کورونو ايستلي

د شمالي وزيرستان ځايي اوسېدونکي وايي، پاکستاني پوځيانو په شېواه سيمه کې ځايي اوسېدونکي له خپلو کورونو شړلي او د يادو کورنيو په کورونو کې پوځيان مېشت شوي دي.

دا خبره د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين هم تائيد کړې. نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې ويلي، چې په زور له کورونو ايستل شويو کسانو کې د عبدالله په نوم د ځايي ښوونځي يو امر او د هغه کورنۍ هم شامله ده.

نوموړي دغه راز زياته کړې چې د پاکستاني پوځيانو د دغه ستم له کبله د پښتون ژغورنې غورځنګ غړيو او پلويانو په ياده سيمه کې سوله‌ييز پرلت پيل کړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو شمېر نور فعالانو هم خبر ورکړی، تر هغې به يې پرلت دوام وکړي څو چې له کورونو ايستل شوې کورنۍ بېرته په خپلو کورونو کې مېشتې شوي نه وي.

د پاکستان پوځ ډېر کله د شمالي او جنوبي وزيرستان په شمول په ګڼو قبايلي سيمو کې د خلکو پر کورونو چاپې اچوي. په دې چاپو کې نه يوازې دا چې د ځايي اوسېدونکو سرپنا زيانمنېږي، ترڅنګ يې له يادو کورونو فعال ځوانان ايستل کېږي او ان تر نامالومې مودې پورې يې د مړه او ژوندي درک نه لګېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...