د کرکټ يو شمېر وتلي شنونکي وايي، افغانستان کرکټ ملي لوبډلې بېګاه شپه د (لړم په ۳مه) د سکاټلنډ لوبډلې پر وړاندې خپله وړتيا او ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او په دې توګه يې دا هم يقيني کړه چې د شل اووريز نړيوال جام په روانو لوبو کې به بېسارې لاسته راوړنې ولري.
دوی زياته کړې چې د نړيوال جام په سياليو کې د افغانستان پېل بېسارې و او دا کولی شي چې د افغان ملي لوبډلې مورال خورا پياوړی او په راتلونکو سياليو کې خپلې سيالې لوبډلې تر تاثير لاندې راولي.
پرون د لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه. محمد شهزاد محمدي، حضرتالله ځاځی، رحمنالله ګربز او نجيبالله ځدراڼ هغه لوبغاړي وو چې ډېرې منډې يې جوړې کړې. افغان لوبډلې د سکاټلنډ لوبډلې ته ټولټال د ۱۹۱ منډو هدف کېښود. خو يادې لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې ۶۰ منډې جوړې کړې چې افغان لوبډلې د ۱۳۰ منډو په بېساري توپير سره دغه لوبه په خپل نوم کړه.
د افغان لوبډلې له لوري په توپ اچوپاچونه کې مجيبالرحمن ښه وځلېده او د سيالې لوبډلې ۵ لوبغاړو په سوځولو سره، د پرونۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.