Home » افغانستان » صالح: په افغانستان کې د طالبانو د نظام بقا ناممکنه ده

صالح: په افغانستان کې د طالبانو د نظام بقا ناممکنه ده

مخکينی مرستيال ولسمشر امرالله صالح چې يو وار بيا يې په ټولنيزو رسنيو کې فعاليت پيل کړی وايي، په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ د حکومت د بقا دوام ممکن نه دی.

نوموړي نن تازه په خپل ټوېټر کې د طالبانو حکومت تروريستي بللی او ويلي يې دي، چې پاکستان ته له طالبانو په ملاتړ سره په افغانستان کې د ورته يوه حکومت رامنځته کېدل د مختلفو دليلونو پر بنسټ مهم و.

صالح دغه راز زياته کړې، که څه هم د پاکستان پوځ هڅه کوي چې د طالبانو په مشرۍ د حکومت پايښت يقيني کړي خو په خبره يې ورته يو حکومت پايښت نه شي موندلی او دا چاره ښايي دې ډلې ته ډېره سخته وي.

نوموړي پرون هم د (تلې په ۳۰مه) هم د افغانستان وضعيت او د طالبانو له لوري د واک نيولو په اړه څرګندونې درلودې، خو طالب چارواکو تر اوسه د نوموړي پرونيو او نننيو څرګندونو په اړه نظر نه دی څرکند کړی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...