ناټو سازمان په افغانستان کې د روان وضعيت په اړه د ندېښنې په څرګندولو سره ويلي، که دغه هېواد يو ځل بيا د ترهګرو پر مرکز او پنټځي بدل شي، نو ناټو به د افغانستان له خاورې دباندې لاس په کار شي او په دغه هېواد کې به ترهګر او د هغوی مرکزونه په نښه کړي.
دا څرګندونې د ناټو سازمان عمومي منشي ينس سټولټنبرګ کړي. نوموړي ويلي ناټو او د دغه سازمان متحد هېوادونه دا وړتيا لري څو پرې نهږدي افغانستان يو ځل بيا د نړيوالې ترهګرۍ پر پټنځي او مرکز بدل شي.
نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې چې په دې وروستيو کې داعش ډلې د يو لړ خونړيو بريدونو په ترسره کولو سره په افغانستان کې د خپل حضور پيغام ورکړ.
خو اسلامي امارت بيا ويلي چې داعش په افغانستان کې د مرکزونو نه لرلو ترڅنګ په افغانستان کې د نفوذ کولو هېڅ وړتيا نه لري چې ژر به له منځه يووړل شي.
له دې اندېښنو سره په هممهاله توګه روسي چارواکو په وار وار ويلي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې موجوديت له امله د روسيې او منځنۍ اسيا هېوادونو امنيت له خطر سره مخ دی.