د امريکا ماليې وزارت مرستيال واللي ادېیېمو وايي، په افغانستان کې دې پر طالبانو اقتصادي بنديزونه دوام وکړي خو په خبره يې افغانانو ته د بشري مرستو رسولو په برخه کې بايد معقولې اسانتياوې رامنځته شي.
نوموړي د امريکا سنا مجلس بانکدارۍ کميټې ته ويلي، هڅه به وکړي چې د بشري حقونو د مدافع بنسټونو له لوري مرستو رسولو په برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي او په خبره يې طالبان هم ورته مسووليت لري څو په افغانستان کې د دننه يادو بشري مرستو په رسولو کې همکاري وکړي.
ادېيېمو دغه راز زياته کړې چې امريکا به په هېڅ توګه د دې اجازه ور نه کړي څو طالبانو د افغانستان بانک کنګل شوو پيسو ته لاسرسی پيدا کړي. د نوموړي په خبره دا کار له دې کبله کوي چې لا هم طالبان يادو پيسو ته د لاسرسي پيدا کولو په ځای کې نه دي.
بل پلو روسيې، چين او پاکستان چارواکي په خپلو کې پر دې سلا شوي چې له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي او دغلته به د بشري ناورين په مخنيوي کې هلې ځلې وکړي.
دوی په دې اړه پرون د يوې ځانګړې ناستې په ترسره کولو سره په افغانستان کې موجوده وضعيت د اندېښنې وړ بللی او ټينګار يې کړی چې نور هېوادونه به هم له افغانستان سره په بشري برخو مرستې کولو ته وهڅوي.