Home » سپورټ » افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن له ويسټ‌ انډيز سره خپله دويمه دوستانه لوبه کوي

افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن له ويسټ‌ انډيز سره خپله دويمه دوستانه لوبه کوي

ټاکل شوې نن د افغانستان کرکټ ملي لوبډله شل اووريز نړيوال جام لوبو ته د چمتووالي په ترڅ کې خپله دويمه دوستانه لوبه د ويسټ انډيز له ملي لوبډلې سره ترسره کړي.

د کرکټ بورډ چارواکو ويلي چې دا لوبه د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي لوبو ته د چمتووالي په موخه ترسره کېږي او تمه ده چې افغان لوبډله به د ښې لوبې په کولو سره خپله وړتيا نندارې ته وړاندې کړي.

د کرکټ نړيوال شل اووريز جام سيالۍ د تېرې يک‌شنبې په ورځ پيل شوي او د يادو لوبو د مهالوېش له مخې به، افغان لوبډله د روانې اکټوبر په ۲۵مه خپله لومړنۍ رسمي لوبه ترسره کړي.

تر دې مهال د يادې لوبې لپاره د افغان لوبډلې سياله لوبډله نه ده مالومه شوې. له دې وړاندې افغان لوبډلې خپله لومړنۍ دوستانه لوبه جنوبي افريقا لوبډلې ته وبايلله.

دا ځل د کرکټ شل اووريز نړيوال جام لوبې په عربي اماراتو او عمان هېوادونو کې ترسره کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...