ايراني چارواکو خبر ورکړی چې د يوې ټرافيکي پېښې له امله ۵ تنه افغان وګړي مړه شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.
ايراني رسنيو د چارواکو په حواله ويلي، د سوارلۍ يو موټر چې ۲۵ تنه افغانان په کې سپاره ول، د دغه هېواد سيستان او بلوچستان په لويه لار يې ټرافيکې پېښه کړې ده.
د راپورو له مخې په ياده ټرافيکي پېښه کې ۵ مړه او ۲۰ نور چې ټول افغانان دي ټپيان شوي دي. د پېښې ځای ته د امبولانسونو په رسېدو سره، مړي او ټپيان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.