Home » اقتصادی » ‏ کندهار کې اورلګېدنې درانه مالي زیانونه اړولي دي

‏ کندهار کې اورلګېدنې درانه مالي زیانونه اړولي دي

کندهار کې د تېلو په عمومي سرای کې اورلګېدنې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د کندهار ځايي چارواکي وايي دغه اور پرون مازدیګر مهال ولګېد خو د اړوندو مسؤلینو په همکارۍ ژر مهار شوی دی.‌

د کندهار د ولایت مقام پر ټویټرپاڼه لیکل شوي، چې دې پېښه کې څو کسان برسېرن سوځېدلي، خو حالت یې د دوی په وینا د اندېښنې وړ نه دی.

ځايي چارواکو د دې اورلګېدنې د لامل په اړه څه نه دي‌ ویلي او د دې جزییات یې هم نه دي ورکړي، چې څومره مالي زیان به پکې اوښتی وي.‌‌

ویل کیږي، دغه اور یو ساعت دوام درلود خو د خپرېدو مخه یې نیول شوې او ډېرې زېرمې ترې ساتل شوې وي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو په لېږد کې ۳۹.۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی

د ټولګټو وزارت ویاند اعلان ...