Home » سیمه او نړی » کلمبیا کې د ۷.۴ درجې زلزلې د قربانیانو شمېر ۲۶۵ ته ورسېد
کلمبیا

کلمبیا کې د ۷.۴ درجې زلزلې د قربانیانو شمېر ۲۶۵ ته ورسېد

کلمبیا کې د ۷.۴ درجې زلزلې د قربانیانو شمېر تازه ۲۶۵ کسانو ته رسېدلی او شاوخوا ۵۰۰ کسان لا هم نادرکه دي.

د کلمبیا د چارواکو په وینا، نږدې ۳۷۷۰ کسان ټپیان شوي او له ۹۵۵۰ ډېر کورونه هم ویجاړ شوي دي. د ژغورنې عملیات لا هم روان دي او حکومت د بیارغونې لپاره د بېړني صندوق د جوړولو اعلان کړی دی.
زلزله د اګست په ۱۰مه، د دوشنبې په سهار، د کلمبیا په لوېدیځ کې رامنځته شوه. د زلزلې مرکز د چوکوه ولایت د سان خوسې دِیل پالمر سیمې ته نږدې و او د ۷.۴ درجې په کچه ثبت شوې ده. دا زلزله د کلمبیا په تېرو سلو کلونو کې له تر ټولو زورورو زلزلو څخه بلل شوې ده.
د زلزلې له امله په کالي، پیریرا او نورو لوېدیځو سیمو کې ګڼې ودانۍ، کورونه، روغتونونه، ښوونځي او بنسټیز جوړښتونه زیانمن شوې دي. د کلمبیا حکومت د قربانیانو د درناوي لپاره درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی او په دولتي ودانیو او بهرنیو هېوادونو کې د کلمبیا په سفارتونو کې یې د بیرغونو د نیمه ځوړندولو امر ه کړی دی.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پزشکیان: افغانستان او پاکستان د ایران د سرحدي امنیت په برخه کې همکاري کړې ده

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ...