د ایران د ملي امنیت شورا منشي محمدباقر ذوالقدر ویلي، د هرمز تنګي د بشپړ بیا پرانیستلو لپاره باید امریکا خپل «چلند» بدل کړي او د تهران غوښتنې ومني.
د نوموړي په وینا، په دغو شرطونو کې د جګړې او پوځي بریدونو د پای ته رسېدو، د ایران شاوخوا سیمو څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو، د سمندري محاصرې د لرې کېدو، د جګړې د زیانونو د جبران، د بندیزونو د لغوه کېدو او د ایران د کنګل شویو شتمنیو د بېرته ازادېدو غوښتنې شاملې دي.
ذوالقدر ټینګار کړی چې تر هغه به د هرمز تنګی په بشپړ ډول د بېړیو پر مخ خلاص نه شي، څو واشنګټن یاد شرطونه عملي نه کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران او عمان ترمنځ د هرمز له لارې د بېړیو د تګ راتګ د تنظیم په اړه خبرې روانې دي، خو د تنګي د بشپړ پرانیستلو په اړه لا هم اختلاف شتون لري.
دمعلوماتو پر اساس، د هرمز تنګی لا هم د عادي نړیوالې سوداګریزې تګ راتګ لپاره په بشپړ ډول نه دی پرانیستل شوی. ایران او عمان د بېړیو لپاره د نوې تګلارې او ځانګړو سمندري لارو پر هوکړې نږدې شوي، خو تهران وایي دا هوکړه په خپله د تنګي د بشپړ پرانیستلو معنا نه لري. هممهاله، د بیا پرانیستلو په اړه د ایران او امریکا ترمنځ اختلافونو د نړیوالو تېلو بیې او د انرژۍ د رسولو اندېښنې بېرته زیاتې کړې دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس