د بشري حقونو سازمان هانا وايي، د ایران د کورنیو چارو وزارت د «غیرمجازو افغان اتباعو د تنظیم او ایستلو طرحه» لا هم نه ده ځنډولې او د دې تګلارې پلي کېدل دوام لري.
دغه سازمان اندېښنه څرګندوي چې په ایران کې د وروستیو امنیتي او جګړهییزو شرایطو له امله د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو، په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو، د زیانمنېدو خطر زیات شوی دی. هانا تر دې وړاندې هم په ایران کې د افغانانو د نیولو، ناوړه چلند، جبري ایستلو او د کورنیو د بېلېدو موارد ثبت کړي دي.
هانا په خپل تازه راپور کې په ځانګړي ډول د افغان ماشومانو وضعیت ته اندېښنه ښودلې او وايي، د والدینو د کډوالۍ یا استوګنې نامنظم وضعیت باید د ماشومانو د نیولو، له کورنیو د بېلولو او یا له هېواده د ایستلو لامل ونه ګرځي. د ياد سازمان په وینا، د ایستلو د طرحې پراخ پلي کېدل، که د ماشومانو د وضعیت د انفرادي ارزونې او ساتنې لپاره روښانه کړنلارې ونه لري، ښايي ماشومان له زدهکړو پاتې، له قانوني هویت او خوندیتوب بېبرخې او له خپلو کورنیو بېل کړي؛ په ځانګړي ډول هغه ماشومان چې په ایران کې زېږېدلي یا یې د ژوند ډېره برخه هلته تېره کړې ده.
دغه سازمان د افغان ښځو او نجونو د بېرته ستنولو په اړه هم خبرداری ورکړی او وايي، د هغوی د جنسیت، کورني وضعیت، پخوانیو ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو او د ملاتړ د شبکو د نشتوالي له امله باید احتمالي خطرونه په انفرادي ډول وارزول شي. هانا ټینګار کوي چې یوازې د «غیرمجاز بهرني اتباع» په توګه د یوه کس طبقهبندي کول، د هغه د خوندیتوب اړتیاوو او د بېرته ستنېدو د احتمالي خطرونو د ارزونې ځای نه شي نیولی.
دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د اپرېل تر دسمبر پورې له ایران او پاکستان څخه د شاوخوا ۲.۷ میلیونه افغانانو د بېرته ستنېدو اټکل کړی او د دغو راستنېدونکو لپاره یې د ۵۲۹.۲ میلیونه ډالرو د بشري مرستو پلان جوړ کړی دی. د ملګرو ملتونو د پلان له مخې، یوازې له ایران څخه د همدې مودې په ترڅ کې د شاوخوا ۱.۷ میلیونه افغانانو د بېرته ستنېدو اټکل شوی دی.
هانا
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس