د کرکټ بورډ کورني کرکټ څانګې مسوولینو نن «پنجشنبه د وري ۹» د یو خبري کنفرانس پرمهال راتلونکې اپریل میاشت کندهار کې د کرکټ نړیوال شل اوریز جام ته د چمتووالي په هدف د قوش تیپې شل اوریز جام سیالیو له ترسراوي خبر ورکړی.
له کوچني اختر وروسته د «اپریل له ۱۶ تر ۲۷» مې نیټې پورې د زونونو په کچه پنځه لوبډلې «امو، بند امیر، بوست، سپين غر او مس عینک» به یو تر بله ۲۱ سیالۍ وکړي.
د کورني کرکټ څانګې مسوول نظیم جار عبدالرحیمزی وايي« د قوش تیپې جام ملي شل اوریزې سیالۍ د لومړي ځل لپاره د کورني کرکټ سیالیو کلني پلان ته اضافه شوې چې د لوبغاړو لا ډېر چمتووالي او تجربو شریکو کې به اغېزمن نقش ولوبوي.» د کرکټ بورډ مسوولین وايي د پېژندل شویو پروډکشن کمپنیو نه چمتووالي او لوژستیکي خنډونه له امله د شپږیزې لیګ نهم پړاو ځنډېدلی خو په پام کې ده چې اګست میاشت کې دا لیګ ترسره شي.