Home » افغانستان » د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره د ا.ا. درې کسیز پلاوی المان ته رسېدلی
المان

د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره د ا.ا. درې کسیز پلاوی المان ته رسېدلی

د الماني رسنیو د راپورونو له مخې، د ا.ا. درې کسیز پلاوی له قطره تر تېرېدو وروسته المان ته رسېدلی او د شاوخوا درېیو اوونیو لپاره به په دغه هېواد کې پاتې شي.

د المان د بهرنیو چارو وزارت د پلاوي حضور تایید کړی او ویلي یې دي چې دغه پلاوی د «تخنیکي ملاتړ ډلې» په توګه له الماني چارواکو سره د افغان اتباعو د بېرته ستنولو لپاره د اړینو تخنیکي او قونسلي چارو په برابرولو کې مرسته کوي.
د راپورونو له مخې، پلاوي په قطر کې د المان له ډیپلوماټیک دفتر څخه ۳۰ ورځنۍ ویزې ترلاسه کړې او اوس د برلین په ګروینوالډ سیمه کې د افغانستان په سفارت کې مېشت دی.
تمه ده د پلاوي غړي راتلونکې اوونۍ بُن او مونیخ ښارونو ته هم ولاړ شي، چېرې چې د افغانستان قونسلي دفترونه فعالیت لري، خو ا.ا. تر اوسه المان ته د دې پلاوي د سفر په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
د المان رسنیو په وینا، د پلاوي د سفر یوه مهمه موخه د هغو افغانانو پېژندنه او د اسنادو برابرول دي چې له االمان څخه د ایستلو له پرېکړې سره مخ دي. برلین ټینګار کوي چې له ا.ا. سره دا ډول اړیکې یوازې تخنیکي دي او د افغانستان د حکومت په توګه د ا.ا. د رسمي پېژندنې معنا نه لري.
د معلوماتو له مخې، المان په ۲۰۲۴ کال کې د جرمونو له امله محکوم شوو افغانانو ته د بېرته ستنولو لړۍ بیا پیل کړه او وروسته یې د ا.ا. له استازو سره د منظمې مستقیمې ستنولو لپاره خبرې هم کړې دي. د الماني رسنیو د معلوماتو له مخې، د روان اګست پر ۲۵مه شاوخوا ۳۰ افغان کډوال د لایپزیګ له هوايي ډګر څخه کابل ته په چارټر الوتکه کې ولېږدول شول، چې په ډله کې یې ځینې بې‌جرمه افغانان هم شامل وو. له دې مخکې هم المان لسګونه افغانان افغانستان ته ستانه کړي دي.


شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان د اسعارو د ثبات لپاره له امریکا د ۱۰ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې

د پاکستان د مالیې وزیر ...