Home » سیمه او نړی » په نیپال او تبت کې د سېلابونو مرګ‌ژوبله ۷۵۰ کسانو ته ورسېده
نیپال

په نیپال او تبت کې د سېلابونو مرګ‌ژوبله ۷۵۰ کسانو ته ورسېده

د راپورونو پر اساس، د نیپال او تبت په سرحدي سیمو کې د تېرې اوونۍ د ویجاړوونکو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۷۵۰ کسانو ته لوړ شوی او ۳ زره او ۴۴ کسان لا هم نادرکه دي.
د چارواکو په وینا، د بارانونو دوام او د سیندونو د اوبو لوړېدو د ژغورنې چارې له جدي ستونزو سره مخ کړې دي.

د راپورونو له مخې، د ژغورنې عملیات د جمعې له ورځې راهیسې څو ځله د خرابې هوا او د نورو سېلابونو د خطر له امله درول شوي دي. ژغورونکي اړ شوي چې ځینې سیمې پرېږدي او لوړو او نسبتاً خوندي ځایونو ته ولاړ شي.

راپورونه زياتوي چې، د نیپال او چین ترمنځ په سرحد کې د یوه ګلیشیر له نړېدو وروسته رامنځته شوی جهیل سرریز شوی او اوبه یې د نیپال سیندونو ته داخلې شوې دي. چارواکي وېره لري چې د اوبو د کچې د لا لوړېدو په صورت کې به په سیمه کې د نورو سېلابونو خطر زیات شي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان د اسعارو د ثبات لپاره له امریکا د ۱۰ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې

د پاکستان د مالیې وزیر ...