Home » افغانستان » ملګري ملتونه: ناچاودېدونکي توکي هره ورځ په افغانستان کې خلکو ته مرګ ژوبله اړوي
ماین

ملګري ملتونه: ناچاودېدونکي توکي هره ورځ په افغانستان کې خلکو ته مرګ ژوبله اړوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) اعلان کړی، چې افغانستان لا هم د ناچاودېدونکو توکو له امله د تلفاتو له پلوه د هغو هېوادونو له ډلې دی چې ډېر قربانیان لري، او هره میاشت پکې له پنځوسو ډېر کسان وژل کېږي یا ټپیانېږي.

د یوناما د ماین‌پاکۍ د څانګې مشر نېک پاونډ له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې دا شمېرې دا مانا لري چې په افغانستان کې هره ورځ یو کس د ناچاودېدونکو توکو له امله وژل کېږي یا ټپي کېږي، چې ۸۰ سلنه یې ماشومان دي.

د نېک پاونډ په وینا، «۹۰ سلنه دا تلفات د هغو ناچاودېدونکو توکو له امله دي چې د څلورو لسیزو جګړو وروسته لا هم په ځمکه کې پاتې دي. ډېری قربانیان هغه ماشومان دي چې دا توکي پیدا کوي او بيا ورسره لوبې کوي، یا د څارويو د څرولو پر مهال ورسره مخ کېږي.»
د یوناما چارواکي همداراز ويلي، چې لا هم د افغانستان زرګونه کیلومتره مربع خاوره د ناچاودېدونکو توکو له امله ککړه ده.
د هغه په خبره، شاوخوا درې میلیونه خلک، ۸۰۰ ښوونیز مرکزونه او ۲۰۰ روغتیايي مرکزونه له هغو سیمو یو کیلومتر واټن کې موقعیت لري چې په ناچاودېدونکو توکو ککړې دي.

پاونډ د خپلو خبرو په یوه برخه کې د ماین‌پاکۍ په برخه کې د مرستو کمېدو ته په اشارې سره وویل: «بشري مرستې افغانستان ته کمې شوې دي، حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی، او د ماین‌پاکانو شمېر چې په ۲۰۱۱ کال کې ۱۵ زرو ته رسېده، اوس شاوخوا ۱۳۰۰ کسانو ته راکم شوی دی.»

د کډوالو بېرته راستنېدل، زلزلې او له پاکستان سره شخړې هم د افغانانو پر وړاندې له سترو ننګونو بلل شوي، خو ټینګار شوی چې لا هم د ماین‌پاکۍ په برخه کې په ملي او نړیواله کچه پراخ فرصتونه او تجربې شته.

نوموړي چارواکي زیاته کړې چې که نړیوالې مرستې د ماین‌پاکۍ برخې ته زیاتې شي، د افغانستان خاوره به له ماینونو پاکه شي او خلک به وکولای شي بېرته عادي ژوند ته ستانه شي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

صنعتي ښارګوټو جوړولو لپاره ۱۵۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ...