Home » افغانستان » ملګري ملتونه: افغانستان ته د افغانانو جبري ستنول د اندېښنې وړ ده
ولکرتورک

ملګري ملتونه: افغانستان ته د افغانانو جبري ستنول د اندېښنې وړ ده

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمیشنر ولکرتورک د اروپايي اتحادیې له لوري هغه وړاندیز شوي قوانین د اندېښنې وړ بللي چې له مخې یې یو شمېر افغان پناه‌غوښتونکي بېرته افغانستان ته استول کېدای شي.

نوموړي ویلي، افغانستان ته په زوره د افغانانو ستنول هغوی له جدي خطرونو سره مخ کوي او دا کار د نړیوالې پناه‌غوښتنې قوانینو خلاف ګڼل کېږي. هغه ټینګار کړی چې ښځې، نجونې، خبریالان، د پخواني حکومت کارکوونکي او د مدني ټولنې غړي لا هم په افغانستان کې له جدي ګواښ سره مخ دي.

ولکر تورک له اروپايي هېوادونو غوښتي چې هغه تګلارې رد کړي چې د افغانانو د خوندیتوب ضمانتونه کمزوري کوي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې اروپايي کمېسیون ویلي، ښايي د ا.ا استازي بروکسل ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرو لپاره وبلل شي. خو په ورته وخت کې د اروپايي پارلمان یو شمېر غړو د ا.ا د استازو د نه بللو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا کار به د بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې وي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

زابل کې پر ۳۰۰ جریبه ځمکه سوداګریز مرکز جوړېږي

د زابل ولایت د شاجوی ...