Home » افغانستان » قانع: د بدخشان لاریون پای ته رسېدلی او وضعیت د ا.ا ځواکونو په کنټرول کې دی

قانع: د بدخشان لاریون پای ته رسېدلی او وضعیت د ا.ا ځواکونو په کنټرول کې دی

د بدخشان په درایم ولسوالۍ کې د سمه‌ییزو خلکو د لاریونونو په دوام تېره ورځ (شنبه د غویي ۱۵) د یاد ولایت د ارګو ولسوالۍ خلکو هم د ا.ا پر وړاندې لاریون وکړ.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیح‌الله امیري، په مرکه کې د دغه ولایت حالت «عادي» بللی او ویلي یې دي: “د ارګو ولسوالۍ سمه‌ییزو خلکو د کوکنارو د کښت ویجاړولو پرمهال د ا.ا د کوکنارو پر له منځه وړونکي ټیم برید کړی او د هغوی د موټرو او وسایلو د سوځولو هڅه یې کوله.”

د هغه په وینا دا موضوع د شخړې لامل شوې او په ارګو ولسوالۍ کې د ا.ا د ځواکونو د جګړې پرمهال یو کس وژل شوی او یو تن ټپي شوی دی.

هغه زیاته کړې لاریون پای ته رسېدلی او وضعیت د ا.ا د ځواکونو په کنټرول کې دی.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع هم په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د کوکنارو د کښت اړولو په برخه کې د ا.ا د مشر فرمان واضح دی او د ا.ا ځواکونه اړ دي چې ترسره یې کړي.

هغه زیاتوي چې د کورنیو چارو وزارت مسوولان په بدخشان کې د وروستیو ترسره شویو پېښو په اړه په اړیکه کې دي او هڅه کوي چې د خلکو په مرسته ستونزه حل کړي.

ښاغلي قانع په بدخشان کې وضعیت عادي او د ا.ا ځواکونو په کنټرول کې بللی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ایران څخه څه باندې دوه زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

د کډوالو چارو وزارت وايي، ...