Home » سیمه او نړی » غزه کې د لوږې په اړه د خوړو نړیوال پرګرام اندېښنې

غزه کې د لوږې په اړه د خوړو نړیوال پرګرام اندېښنې

د خوړو نړیوال پرګرام رییس، سینډي مک‌کین وايي چې خلک د غزې په شمالي برخو کې له سختې لوږې سره مخ دي او د غزې جنوبي برخه به هم له دې وضعیت څخه په امن کې نه وي.

هغه له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: “وضعیت وحشتناک دی. د غزې تړانکې شمالي برخې په بشپړه توګه له قحطۍ سره مخ شوې دي او دا حالت د غزې جنوبي خوا ته د پراخوالي په حال کې دی. په غزه کې ۲٫۳ میلیون کسیزه بشري ناورین د مخنیوي لپاره اوربند او د ځمکنیو او سیندونو له لارې د مرستو زیاتول اړین دي.”

د خوړو نړیوال پرګرام رییس په داسي حال کې په غزه کې د قحطۍ او لوږې په اړه اندېښنه کوي چې د اسراییلو صدراعظم، بنیامین نتانیاهو د دویمې نړیوال جګړې د وژل شو کسانو د یادولو په مراسمو کې په غزه کې د جګړې پر دوام ټینګار کړی دی.

بلخوا د فلسطین د روغتیا وزارت د راپورنو له مخې، په غزې تړانګه کې د اسراییلو د تېرو ۲۴ ساعتونو د بریدونو په ترڅ کې ۳۲ کسان وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوې دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

بلینکن په رفح کې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د اسراییلو پلان ناسم وباله

د امریکا د بهرنیو چارو ...