د امریکا د حکومت د نوې لارښوونې له مخې، هغه کډوال چې په متحده ایالاتو کې ژوند کوي او غواړي دایمي اقامت یا «ګرینکارټ» ترلاسه کړي، باید خپل اصلي هېواد ته بېرته ولاړ شي او هلته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لارې د کډوالۍ ویزې پروسه بشپړه کړي. خو د کډوالۍ اړوند وکیلان بيا دغه چاره غیرقانوني بولي.
د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې د جمعې په ورځ په یوې نوې لارښوونه کې د کډوالۍ افسرانو ته امر کړی چې د لنډمهاله غیرکډوالۍ حالت څخه د دایمي اقامت حالت ته د بدلېدو پروسه باید په عمومي ډول د امریکا له خاورې بهر ترسره شي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت په «ټروت سوشال» ټولنیزه شبکه کې لیکلي: «هغه بهرنی وګړی چې په موقتي ډول په امریکا کې حضور لري او غواړي ګرینکارټ ترلاسه کړي، باید د غوښتنلیک د ثبت لپاره خپل هېواد ته ستانه شي.» دغه اداره وایي، د دې پرېکړې موخه د «قانوني خلاوو» ډکول دي.
د ادارې په وینا، دغه تګلاره به د امریکا د کډوالۍ سیستم ته اجازه ورکړي چې قانون په اصلي بڼه عملي کړي او نور د قانوني خلاوو د ناوړه استفادې زمینه برابره نه کړي. دوی ټینګار کړی چې د امریکا د کډوالۍ له نظام څخه د ناوړه استفادې وخت پای ته رسېدلی دی.
همداراز د امریکا د کډوالۍ ادارې مشر جوزف اېډلو په اېکس پاڼه کې لیکلي، چې اداره يې غواړي بېرته د قانون اصلي موخې ته وروګرځي او امريکا ته د لنډمهالې داخلېدو او دایمي اقامت ترمنځ روښانه توپیر نور هم پیاوړی کړي.
هغه ویلي، بهرني کسان چې په موقتي ډول امریکا ته داخلیږي او وروسته د دایمي اقامت غوښتنه کوي، باید د کډوالۍ د ویزې لپاره د خپل هېواد له قانوني لارو اقدام وکړي.
خو بلخوا امریکا د کډوالۍ وکیل چارلز کاک دغه اقدام غیرقانوني بللی او ویلي دي چې دا پرېکړه باید پر قانوني اسناد لرونکو کډوالو اغېز ونه لري، ځکه احتمال شته چې محکمه یې ژر لغوه کړي.
کاک زیاته کړې، که دغه پرېکړه عملي شي، نو ښايي هر څوک چې غواړي ګرینکارټ ترلاسه کړي، باید امریکا پرېږدي او د خپل هېواد کې د امریکا قونسلګرۍ له لارې د اقامت پروسه تعقیب کړي، نه په امريکا کې.
هغه ویلي، له ۱۹۵۲ کال مخکې دا یوه عادي کړنلاره وه، خو وروسته کانګرس درک کړه چې دا پروسه د خلکو لپاره ډېره ستونزمنه ده، نو ځکه یې د اقامتي وضعیت د بدلون قانوني لاره رامنځته کړه.
چارلز کاک ټینګار کړی چې د امریکا د کډوالۍ ادارې په خپل نوي یادښت کې ناسم معلومات ورکړي دي. د هغه په وینا، «د اقامتي وضعیت بدلون» يوه قانوني پروسه ده چې کانګرس تصویب کړې او اداره دا واک نه لري چې د وضعیت د بدلون ټول غوښتنلیکونه رد کړي، ځکه دا کار د قانون خلاف دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس