Home » افغانستان » د پاکستان پوځي رژیم د وړمې شپې بریدونو کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د وړمې شپې بریدونو کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي

د پاکستان پوځي رژیم د وروستي هوايي بریدونه، چې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو ملکي سیمې یې په نښه کړې، پراخ نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د تاوتریخوالي د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې افغانستان او پاکستان باید خپلې ستونزې د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي. د هغه ویاند سټېفن دوجارېک ویلي، ټول لوري باید د نړیوال بشري قانون درناوی وکړي او د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.

همداراز یونیسف هم د بریدونو له امله د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو سره يې د پېښې د اغېزو د ارزونې لپاره کار پيل کړی. دې ادارې له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې د نړیوال بشري قانون له مخې خپلو مکلفیتونو ته غاړه کېږدي او ماشومان په هر ډول شرایطو کې خوندي وساتي.

بل لور ته، هند د پاکستان دغه بریدونه په کلکه غندلي او هغه یې د افغانستان د حاکمیت ښکاره سرغړونه او د سیمې د سولې او ثبات پر وړاندې مستقیم ګواښ بللی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او یو ځل بیا یې د افغانستان د حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا پر خپل کلک ملاتړ ټینګار کړی دی.
د یادونې وړ ده چې د دغو بریدونو له امله، چې د یکشنبې په شپه ترسره شوي وو، ۳۶ تنه شهیدان او ۱۶۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

سنټکام پر ایران د پراخو هوايي بریدونو د پیل خبر ورکړ

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ...