Home » افغانستان » د پاکستان له زندانونو ۱۵ افغان کډوال خوشې شول

د پاکستان له زندانونو ۱۵ افغان کډوال خوشې شول

د ا.ا د کډوالو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو د ۱۵ افغان کډوالو د خوشي کېدو خبر ورکړی دی.

د ا.ا د کډوالو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د پاکستان له زندانونو ۱۵ افغان کډوال خوشې او د غویي په ٢٥مه هېواد ته راستانه شوي دي.

د ننګرهار ولایت د تورخم د پولې امریت د معلوماتو له مخې دغه کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له دریو ورځو څخه تر ۱۸ میاشتو پورې په خیبر پښتونخوا ایالت کې بند پاتې وو.

د ا.ا د کډوالو چارو وزارت وايي، دا کسان د تورخم له لارې تر خوشې کېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي.

د ویلو ده چې پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې او هره ورځ سلګونه کډوال له هېواده وباسي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اروپايي ټولنې له افغان زدکوونکو نجونو سره لس میلیونه یورو مرسته وکړه

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ...