د ا.ا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو د ۱۵ افغان بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان له بېلابېلو زندانو څخه دا ۱۵ بندیان تېره پنجشنبې د غویي ۱۳مه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
په ننګرهار کې د تورخم مسوولانو د معلوماتو له مخې، دا کسان د قانوني اسنادو نه لرلو له امله د ۲ تر ۱۹میاشتو راهیسې په پاکستان کې بندیان وو.
دا په داسې حال کې ده چې افغانان په تېرو میاشتو کې د بېلابېلو دلایلو، لکه د قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوي دي.
له بلې خوا د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د اېستلو بهیر بیا پیل کړی او هره ورځ څه باندې زر کډوال وباسي.