Home » اقتصادی » د هېواد په ۹ ولایتونو کې ۴۰ کوچني بندونه جوړېږي
رویداد خبري آژانس

د هېواد په ۹ ولایتونو کې ۴۰ کوچني بندونه جوړېږي

د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وایي، چې د هېواد په ۹ ولایتونو کې شاوخوا ۴۰ کوچني بندونه جوړېږي، چې د اوبو په مدیریت کې به مهم رول ولري.

د دغه ادارې ویاند نظام الدین خپلواک نن سې شنبه (د زمري ۵مه نېټه) رسنیو ته ویلي، چې په ۹ ولایتونو کې تر ۴۰ زیاتو پروژو کار پیل شوی او د شاوخوا یو کال په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د خپلواک په خبره، چې دا پروژې د شاوخوا ۱۸ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت جوړېږي، چې په خبره یې د اوبو په مدیریت او د موسمي سیلابونو په مخنیوي کې مهم رول ولري.

دا کوچني بندونه به د پنجشیر او پروان په ګډون په ځینو ولایتونو کې جوړېږي او د جوړولو پر مهال به یې سلګونه کسانو ته کاري زمینې هم برابرې شي.

د اوبو د ملي ادارې په خبره، چې دا بندونه تر ځمکې لاندې د اوبو سرچینو د پیاوړتیا په خاطر جوړېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو په لېږد کې ۳۹.۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی

د ټولګټو وزارت ویاند اعلان ...