Home » افغانستان » د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري
Norwegian refugee council afghanistan

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا د هغو افغانانو لپاره د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې ده چې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي. د دې ادارې په وینا، یادې کورنۍ اوس له جدي بشري ستونزو سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته سخته اړتیا لري.

د افغانستان لپاره د دې شورا مشر، جاکوپو کاریدي، د جمعې په ورځ ویلي چې د روانو نښتو له امله زرګونه کورنۍ اړ شوې دي چې نورو سیمو ته کډه وکړي. هغه زیاته کړې چې ډېری دغه بې‌ځایه شوې کورنۍ په خرابو شرایطو کې ژوند کوي او د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو لکه سرپناه، خوړو او روغتیايي خدمتونو بې‌برخې دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پروسږکال اکتوبر میاشتې راهیسې اړیکي کړکیچن شوي او لارې بندې شوې دي، خو له څه باندې یوې میاشتې راهیسې دا جګړې سخته شوې دي او تر اوسه په سلګونو کسانو د دې جګړو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

صنعتي ښارګوټو جوړولو لپاره ۱۵۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ...