Home » سیمه او نړی » د سعودي د بهرنیو چارو وزیر نن پاکستان ته ځي
رویداد خبري آژانس

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر نن پاکستان ته ځي

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر نن پاکستان ته ځي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو پرون یو لنډ خبر ورکړی.

په یوه اعلامیه کې راغلي چې د شاه محمود قریشي په بلنه د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود د جولای پر ۲۷مه له یوه لوړپوړي پلاوي سره اسلام اباد ته ورځي.

تمه ده شهزاده فیصل له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي او نورو پاکستاني چارواکو سره پر دوه اړخیزه اړیکو او د سیمې پر حالاتو غږېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

محمود خان اڅکزی: پاکستان دې له افغانستان سره د دښمنۍ له سیاست څخه لاس واخلي

د پاکستان د اپوزیسیون مشر ...