د بدخشان مسوولینو د سیلابونو له امله د تخار – بدخشان لارې د تړل کېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د ټولکټو رییس، عبدالغفور عتید ویلي چې دا لاره نن سهار (یکشنبه، د غویي ۱۶مه) د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
تر دې وړاندې هم د ورښتونو له امله د یو شمېر ولایتونو لویې او مواصلاتي لارې تړل شوې دي.
د ویلو ده چې په تېرو څو اوونیو کې د ورښتونو او خونړیو سیلابونو له امله په بېلابېلو ولایتونو کې هېوادوالو ته ځاني او درانه مالي زیانونه اوښتي دي.